رئيس پېغام 

رئيس پېغام

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رامینځته کېدل، د دواړو هېوادونو له پاره د تازه هوا تنفس دی. د سیاسي بدلونونو او حساسو ټولنیزو او کولتوري مسایلو سره سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ استازو په یوه خوله هوکړه وکړه چې د خصوصي سکټور د نوښتونو له پاره یوه مرستندویه خونه رامینځته کړي، چې په ترڅ کې به یې د دواړو هېوادونو سوداګر سره نږدې شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت او همدارنګه د پاکستان اسلامي جمهوریت له لوریو دغه خونه په مناسب وخت سره وپېژندل شوه او بیا د فعالیت جواز ورکړل شو.

د پولې د دواړو خواوو د تنظيم اصلي موخه یوازې د جنوبي او مرکزي آسیا سیمو اقتصادي لرلید نه دی، بلکې د سولې هیلې هم رانغاړي. د سوداګرو او صنعتګرو په غړیتوب سره د سوداګرۍ خونه په دې روحیه رامینځته شوه چې د دواړو لوریو د سوداګرۍ او پانګې اچونې پراختیا ته یو متوازن چاپېریال برابر، د ټکنالوجۍ لیږد رالیږد تامین، د دواړو لوریو د خوښې وړ سوداګریز فرصتونه رامینځته، د پولې دواړو خواوو سوداګرۍ کچه راټیټه او همدارنګه په نړیواله کچه د دواړو هېوادونو مثبت انځور وړاندې کړي.

د دواړو لوریو له خوا په دې موخه باندې یوازې د دې له پاره هوکړه نه وه شوې، چې سوداګریزې چارې په دوستانه توګه حل کړي، بلکې په ستراتیژیکه او لویه کچه د اړوندو هېوادونو له پاره آسانتیاوې رامینځته کړي، تر څو دوه اړخیزې سیاسي اړیکې او د دواړو لوریو لویې ګټې بیا ساه واخلي.

د سوداګرۍ د دې بې ساریه خونې د بنسټګر مشر په توګه به زما تر ټولو مهم لومړیتوب د یوه داسې چاپېریال رامینځته کول وي، تر څو ټول اړوند کسان ترېنه یو شانته ګټه پورته کړي، چې په ترڅ کې به یې د سوداګرو تر منځ هغه چارې په بریالیتوب سره حل شي چې له پخوا څخه ناحل پاتې دي. او همدارنګه د پولې دواړو لوریو سوداګرو له پاره داسې آسانتیاوې برابرول، چې د دواړو ملتونو لویې ګټې په کې خوندي شي. د سوداګرۍ دا خونه به د یوې داسې ادارې په توګه خدمت وکړي چې پرته له دې چې نا اړونده سیاسی او کولتوري اغیزې مو تسلیم کړي، د دواړو وروڼو ملتونو سوداګریزې اړیکې وغوړوو.

زه د ټولو اړونده کسانو رغنده نیوکو (فیډ بک) او ملاتړ ته ښه راغلاست وایم، چې د سوداګرۍ دغه خونه په لا اغېزمنه توګه پر مخ بوزو، تر څو د پولې دواړو خواوو دوه اړخیزې موخې تر لاسه کړو. همدارنګه زه د اجرایوی هییت له ټولو غړو څخه مننه کوم، چې پر ما یې اعتماد وکړ تر څو په لومړي حساس کال کې دغه خونه رهبري کړم. زه هیلمند یم چې د دې بنسټ غړي به د ستونزو د کچې په اغیزمنه توګه ټیټوالي کې مهم رول ولوبوي او همدارنګه په هره برخه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزه اړیکې وغوړوي.

 

محمد زبیر موتیوالا

 



  • Hayatullah د غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0123
    نوم
    Hayatullah
    دنده
    President
    بنسټ
    AWRANG ZEEB LTD

  • Qader Nisarد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0743
    نوم
    Qader Nisar
    دنده
    President
    بنسټ
    HASK ROKHAN LTD

  • Hunar Janد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0682
    نوم
    Hunar Jan
    دنده
    President
    بنسټ
    HUNAR HAIDAR LTD

  • Ahsanullahد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0532
    نوم
    Ahsanullah
    دنده
    Vice President
    بنسټ
    NAWI ZAMAN ZADA LTD

  • Abdul waliد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0616
    نوم
    Abdul wali
    دنده
    President
    بنسټ
    BASIR ACAKZAI LTD/ MUSTAFA MALIK LOGISTIC

  • Rohailد غړيتوب شمېره
    PAJCCI-AFG-0708
    نوم
    Rohail
    دنده
    President
    بنسټ
    SAMEED LTD